د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې (۱۵۵۳) دوسيو او عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست اړوند
کابل ولايت د حقوقو رياست په يوه مياشت کې له (۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې (۱۵۵۳) دوسيو او عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
د عرض پاڼو په برخه کې:
د کابل ولایت د حقوقو ریاست په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۷۴۲) عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۸) عرض پاڼې اصلاح او ابرا شوې، (۲۴۹) عرض پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۶۸) عرض پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۳۹۷) عرض پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د کابل ولایت د حقوقو رياست په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۸۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۳۶) دوسيې تطبيق شوې، (۲۷۲) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۵۵) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۳۴۸) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.