د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په مشرۍ د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
Sat, Aug 29 2026 11:42 AM
د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په مشرۍ د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال ابوالاعجاز مفتي محمد مبین (الطاف)؛ د کابل ولایت د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره، په ۱۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د اړوندو آمریتونو د چارو د لا ښه تنظیم، د کاري بهیر د اغېزمنتیا، د مراجعینو لپاره د شفافو او چټکو خدماتو د وړاندې کولو او د شته ستونزو د حل په اړه هر اړخیز بحث وشو.
دغه راز د ورځنیو چارو پر وړاندې موجودې ستونزې او کاري خنډونه په ګوته او د هغو لپاره د عملي او مناسبو حل‌لارو په اړه لازمې مشورې او وړاندیزونه شریک شول.
د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، چې د وثیقو او سندونو د ثبت په برخه کې د خلکو د حقوقو او اسنادو د خوندي کولو له امله پر ټولو مسئولینو دروند شرعي، اداري او مسلکي مسئولیت پروت دی، چې باید په پوره احساس، صداقت او ژمنتیا سره ادا شي.
نوموړي زیاته کړه، چې چارې باید د اصولو او قوانینو په رڼا کې، له غیر ضروري ځنډ او خنډ پرته ترسره شي او له مراجعینو سره باید نرم او له حوصلې ډک چلند وشي، هغه ټینګار وکړ، چې د کارکوونکو کاري حوصله باید لوړه وي او له مراجعینو سره د تعامل پر مهال د هغوی شرایط او رواني وضعیت هم په پام کې ونیول شي.
د مرافعه محکمې مرستیال وویل، کومې چارې چې د اصولي، قانوني او شرعي موانعو له امله د ترسره کېدو وړ نه وي، باید مراجعینو ته په ښه حکمت، نرمۍ او قناعت ورکونکي انداز تشرېح شي؛ ځکه زموږ هېوادوال د تېرو څو ناخوالو او پرله‌پسې بدلونونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ډېر ژر ناهیلي کېږي، له همدې امله باید تر خپله وسه د هغوی خبرې واورېدل شي، موضوع ورته په واضح ډول تشرېح او د قانون په چوکاټ کې یې قناعت حاصل شي.
نوموړي د آمریتونو له مسئولینو وغوښتل، چې د مراجعینو د ستونزو د حل لپاره له خپل ټول توان څخه کار واخلي، د اداري چارو په ترسره کولو کې د شفافیت او حساب‌ ورکونې اصل مراعات کړي او د خلکو د حقوقو د تأمین او د اسنادو د چارو د لا ښه تنظیم لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
په پای کې د شپږو آمریتونو مسئولینو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او کاري اړتیاوې شریکې کړې او د اړوندو موضوعاتو د حل او د کاري بهیر د لا ښه‌والي په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
غونډه د دعاء په ویلو پاى ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 24 2026 9:45 AM
Background image

Judicial deputy of the Supreme Court Visits Takhar, Samangan, Faryab and Sar-e-Pul Provinces to Review and Improve Court Affairs

H.E. Sheikh Mohammad Qasim (Rasekh), Deputy Chief Justice of the Supreme Court, accompanied by H.E. Hafiz Mawlawi Abdul Wali (Mahmood), Deputy Director of the General Directorate of. . .

Sat, May 16 2026 11:42 AM
Background image

Chief Justice and head of the Supreme Court Visits Kunduz, Badakhshan, Balkh, Jawzjan and Baghlan Provinces

H.E. Sheikh Abdul Hakim Haqqani, Chief Justice and head of the Supreme Court, accompanied by Mawlawi Mohammad Juma “Fayzani”, Director of Planning and Policy of the Supreme Court, Hafiz. . .

Sun, May 10 2026 3:39 PM
Background image

Brief Report on the Activities of the General Directorate of Personnel Affairs of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

During the third quarter of the year 1447 AH, the General Directorate of Personnel Affairs of the Supreme Court carried out the following major activities:
1. For the purpose of. . .

BACK TO NEWS