د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروز کوهي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او د نظامي محکمې رئیس په ګډون، په ۲/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ناستې د اجنډا په اړه یې خبرې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس د حاضرۍ او غير اړينو اجناسو د اخيستلو په اړه ګډونوالو ته تفصيلي خبرې او لازم هدايات وکړل وویل، د حاضرۍ په اړه چې کوم اصول دي، باید په پوره صداقت سره مراعات شي، د اخترونو او خپلواکۍ ورځو رخصتیو نه علاوه کومې مشخصې رخصتۍ چی د رسمي کارکوونکي لپاره ټاکل شوې، له دې څخه بغیر که څوک د رخصتۍ څخه استفاده کوي غیرحاضر شمېرل کېږي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
