د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو (۲۶) کلنه د قتل موضوع حل او فصل شوه
د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمد ابراهيم په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپينږيرو په منځګړيتوب، (۲۶) کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، چې يو کس په کې وژل شوی و؛ په ۳/ ۱۲ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
ياده موضوع (۲۶) کاله مخکې د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ د «جوګيانو» په کلي کې رامنځته شوې وه، چې يو کس په کې په قتل رسيدلی و، ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د مسؤولينو په هڅو، د سيمې علماء کرامو، قومي سپینږیرو او مشرانو په منځګړیتوب د جانبينو تر منځ سوله وشوه، د قاتل کورنۍ لهخوا د مقتول وارثينو ته یوه اندازه پیسې ورکړل شوې او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
