د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس له مدافع وکیلانو سره وکتل
د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ په ۱۶ /۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له مدافع وکيلانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو هم ګډون درلود.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان رئيس مولوي انصارالله لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئيس له ټولو مدافع وکيلانو سره هغه موضوعات، چې د مدافع وکیلانو د طرزالعمل مطابق وو، شريک کړل.
د مرافعه محکمې رئيس وویل، کومه کړنلاره او قانون، چې تاسو ته اسلامي امارت جوړ کړى، د هغې مطابق به اصولاً اجراآت کېږي او کوم قانون، چې ستاسو لپار جوړ شوى، هغه به محاکم درسره مني، تاسو به د محاکمو د اصولو مراعات کوئ، په راتلونکې کې خپل موضوعات او ستونزې له مرافعه محکمې سره شريکوئ او ورته به د اصولو سره سمه رسېدنه کېږي.
غونډه د مرافعه محکمې رئيس لخوا په دعاء پای ته ورسېده.
