د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال او درېيو میاشتو تنفیذي بند او ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمې تطبیق شوه.
