د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یاد ولایت د علماوو شورا له پلاوي سره وکتل
د کابل ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د علماوو شورا له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې مرستیال د علماوو شورا پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې د علماوو د شورا غړي شیخ عصمت الله (نعماني) د هېوادوالو د ستونزو د اصولي حل پر موضوع خبرې کړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې مرستیال د محاکمو لخوا د خلق الله ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په اړه معلومات او ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د لا ډېرو هڅو یادونه وکړه.
لیدنه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
