د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۸۳۴) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
(۳۲۱) عرضپاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۳۹۰) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۹) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۰۴) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
