د خوست ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۱۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۳۹) وثیقې يې هم اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۳۹) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۸) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۹) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
