په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د زابل ولایت شاهجوی ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۱۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.
د تعزیري سزا حکم د محاکمو او نورو امارتي ادارو مسؤولينو او مراجعينو په شتون کې د یادې محکمې په انګړ کې پر متهم تطبيق شو.
