په پکتیا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتیا ولايت سیدکرم ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۴/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر يو ـ یو کال او شپږـ شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۲۵ـ ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ابتدائیه محکمې رئیس؛ د یادې ولسوالۍ ټولو ملکي او نظامي مسؤولینو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډون درلود.
