د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي محبس څخه ليدنه وکړه
د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ يوه پلاوي؛ په ۴/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له عمومي مرکزي محبس څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې یاد پلاوي د بنديانو ستونزې واورېدې او د اړوند محاکمو مسؤولینو ته یې لازم هدايات وکړل، ترڅو د بنديانو دوسيو ته په وخت رسېدنه وکړي.
د مرافعه محکمې رئیس د محبس له مسؤولینو سره د جوړې شوې غونډې په وروستيو کې د عمومي محبس مدير ته د هر راز اصولي همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
