د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د مولوي امان الله (حقاني) لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د کابل ولايت د حقوقو رئيس د اجنډا مطابق وينا وکړه.
نوموړي ګډونوالو ته له مراجعینو سره د ښه چلند او په خپلو کارونو کې د پوره اخلاص سپارښتنه وکړه.
د غونډې په دوام د ټاکل شويو موضوعاتو اړوند ګډونوالو خپل نظرونه او د ستونزو پر حللارو تفصيلي ويناوې وکړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
