د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۵) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۹۷) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۷) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۵۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۸) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۹۵) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
