د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۰۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۴) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۰۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۴) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۰۳) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۴۳) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۱) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
په تجارتي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې د تجارتي موضوعاتو اړوند (۲) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، له دې جملې څخه (۱) دوسیه فیصله شوې او پاتې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۴) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.