د کابل ولايت د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۵۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له ( ۱۶ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۵۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۵۶) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱) دوسيې په تړاو قضائي قرار صادر شوی، (۱۵۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.