په پکتيکا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۶/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد متهم پر شپږ کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شو.