په نیمروز ولایت کې د محاکمو په حکم دوه ټنه نيشهيي توکي وسوځول شول
په ۱۹/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه نیمروز ولایت کې نږدې دوه ټنه نيشهيي توکي په داسې حال کې له ښاره په لرې پرته سیمه کې وسوځول شول چې د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ عبدالخالق (محمدي)، د نیمروز ولايت والي شیخ محمد قاسم (خالد)، د نيشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير عبدالواسع (ریحان)، د ابتدائيه او مرافعه محاکمو د امنیت عامه دېوانونو رئیسانو [مولوي الله یار (حلیم) او حافظ مولوي سید شاه (سعید)]، د ملکي او نظامي ادارو مسؤولينو حضور درلود.
د یادو نشه يي توکو د سوځولو په پار جوړه شوې غوڼده کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس وویل، د نېشهيي توکو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان او د ښاري محکمې د پرېکړې پر اساس د يادو نېشهيي توکو په تړاو (١۵۰) کسان نيول شوي او په بند محکوم شوي دي.
محترم محمدي زیاته کړه، د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د نېشهيې توکو کښت، توليد او پلور منعه شوی، د یاد ولایت له اوسېدونکو يې وغوښتل چې د نېشهيي توکو له کښت او پلور څخه ډډه وکړي؛ د سرغړونې پر مهال له ټولو سره اصولي چلند کېږي.
په دې غونډه کې د نیمروز والي وویل، د دغه ولایت مربوطه ادارې د نېشهيي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پوره ژمنتیا لري او د نېشهيي توکو د کښت، پېر او پلور په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرمان د پلي کولو په موخه د امنيتي مسؤولینو په هڅو نږدې دوه ټنه نېشهيي توکي کشف او د محکمې د حکم له مخې مجرمين په بند محکوم شوي دي.
