د کونړ د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د شلتن ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د ۱۲ /۵ /۱۴۴۵ نېټه د کونړ ولايت د مرافعه محکمه رئیس محترم الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په مشرۍ، د وثايقو آمر مفتي امير الله (الحقاني) او د تحريراتو عمومي آمر شاه محمد (هلالزي) په ملتيا د يو سفر په ترڅ کې د ياد ولايت شلتن ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه.
په ياده ليدنه کې د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې له قضائي او اداري چارو څخه څارنه وشوه او د اداري چارو د سمون په موخه د يادې محکمې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د ليدنې په دوام د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د يادې محکمې کارکوونکو ته د حاضرۍ پر پابندۍ، د کارونو په چټکتيا، دوسيو ته په خپل وخت رسېدنه او مراجعينو سره په ښه چلند کولو ټينګار وکړ، د چارو د سمون او ښه والي په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې او سفر په پای کې د يادې ولسوالۍ د بېلا بېلو ادارو له مسؤلينو سره هم ليدنه وشوه او د يادو ادارو د مسؤلينو لخوا د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئيس ته د محاکمو سره د اصولي همکارۍ ډاډ او اطمينان ورکړل شو.