د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د هلمند ولايت له محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۱۹
د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د هلمند ولايت له محاکمو څخه ليدنه وکړه

د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې يو څلور کسيز ټاکل شوي پلاوي چې د شيخ محمد لعل (بند تيموري)، مولوي محمد موسی کليم، مفتي فتح محمد (فاتح) او مولوي عبدالبصیر (سميع) په کې د مسلکي غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۶ مه نېټه د هلمند ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
د قضائي تفتيش یاد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د هلمند ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، په دې ليدنه کې يې د محاکمو د ظرفيت لوړولو او معیاري کولو په اړه خبرې وکړې.
د ليدنې په دوام ياد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت شمالي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې له ځان سره وليکلې او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
ياد پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د ولسوالیو له مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
یاد پلاوي د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقيقه او هر اړخيزه پلټنه او څارنه وکړه
د جنوب غرب زون د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۶ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی