د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري، د بلخ زون نظامي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې ( له ۲۳/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۶ /۹ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۷۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۰۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۸۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۱) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۴۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۵) دوسیې فیصله شوې، (۳۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۷۰) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.