د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۰
د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالجلیل (سفیان) او ورسره مل پلاوي په ۱۴۴۶/۷/۲۱ هـ ق نېټه، د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس زندانیانو ته اصلاحي وینا وکړه وویل، د اسلامي نظام مسؤولین له تاسو سره کومه اساسي دښمني نه لري، ستاسو خادمان او ستاسو د هوسا ژوند او اصلاح لپاره شپه او ورځ کار کوي او تاسو ټول دلته د خپلو کړنو او اعمالو د اصلاح په موخه راوړل شوي یاست.
محترم مفتي سفيان زیاته کړه، دا چې زندان د پخوا په څېر د شکنجو او تعذيب ځای نه؛ بلکې علمي مرکز جوړ شوی نو د خپلو ناسمو کړنو څخه الله تعالی ته توبه وباسئ.
ورپسې ياد پلاوي په زندان کې له ټولو بلاکونه څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو ستونزې یې په جلا جلا توګه واورېدې. 
دغه راز زندانیانو هم له ياد پلاوي مننه وکړه چې وخت پر وخت د دوی د حال پوښتنه کوي او د زندان د مسؤولينو له چلند څخه يې خوښي څرګنده کړه چې دوی ته یې د تعلیم او روغتيا تر څنګ کتابتون جوړ کړی او د حرفوي زده کړو زمینه یې هم ورته برابره کړې ده.
د ليدنې په پای کې زندانیانو ته ډاډ ورکړل شو چې ستونزو ته به يې رسېدنه وشي او دوسيې به يې په عدالت او انصاف سره په شفاف ډول څېړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

بیا په خبرونو کی