د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پروان ولایت ته د سفر پر مهال د قتل اړوند (۱۴) دوسیې حل او فصل کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۴۰
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پروان ولایت ته د سفر پر مهال د قتل اړوند (۱۴) دوسیې حل او فصل کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې د یاد دېوان مفتي صاحبانو (مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن قاسمي) یې ملتیا کوله د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۵مه نېټه د یو شمېر جزائي دوسیو د حل او فصل په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه دوه ورځني سفر پر مهال د پروان مرافعه محکمې له رئیس او اړوند نورو محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د قتل اړوند (۱۴) دوسیو د حل او فصل په اړه لازمې تفصیلي خبرې وشوې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د یادو دوسیو اړوند ټولو زندانیانو سره په جلا جلا ډول وکتل او له دوی یې د اړوند مواردو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر پر مهال د پروان ولایت د محاکمو قضائي مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو دوسیې د شرعي احکامو په رڼا کې په ټاکلي وخت حل او فصل کړي.
د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر په پایله کې د قتل اړوند (۱۴) دوسیې تر بشپړو څېړونو وروسته د شرعي احکامو په رڼا کې حل او فصل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي‌الرحمن (فايز)، په ۹/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې مسئولينو او د حقوقو آمریت د استازو د هڅو په پایله کې، په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د یاد ولایت د شاجوی ولسوالۍ په «شهبار» سيمه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱
Background image

د کاپيسا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني)، د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس مولوي سراج الدین (راشد) او د حقوقو آمر مولوي محمد فرویز (انس) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی