د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۱۹۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۲:۱۰
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۱۹۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې) په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۱۹۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۲۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۶۱) دوسیې فیصله شوې، (۸۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۲۲) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۸) دوسیې فیصله شوې، (۵۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۰۸) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۴) دوسیې فیصله شوې، (۴۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

په خوست ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د علي‌شېر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل، زنا په تور او نامشروع اړیکو په جرم، په ۱۸/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدا. . .

بیا په خبرونو کی