د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د (۳) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۰
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د (۳) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې د یاد دېوان مفتي صاحبانو (مفتي محمد حصین او مفتي فضل الرحمن قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۶مه  نېټه د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه سفر پر مهال د ننګرهار مرافعه محکمې له رئیس او اړوند نورو محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د (۳) جزائي دوسیو په تړاو د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه تفصیلي خبرې وشوې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د یادو دوسیو اړوند جانبینو سره په جلا جلا ډول وکتل او له دوی یې د اړوند مواردو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر پر مهال د ننګرهار ولایت د محاکمو قضائي مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو دوسیې د شرعي احکامو په رڼا کې په ټاکلي وخت حل او فصل کړي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه د هېواد ډېری ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس او د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)  په مشرۍ؛ د امنیه قوماندانۍ د جلسو په تالار کې د مرافعه محکمې دېوانونو، ښاري ابتدائيه او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو. . .

بیا په خبرونو کی