د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس غزني ولایت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۳:۲۸
د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس غزني ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محترم مفتي عبدالرحمن (عزیزي) چې د یاد دېوان مستشار مفتي قدرت الله (سیرت) یې ملتیا کوله، د مرکزي تمیز عالي ریاست په هدایت د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۳مه نېټه، د یوې  دوسیې په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
د عامه امنیت دېوان رئیس د دغه سفر پر مهال د غزني ولایت د مرافعه محکمې له رئیس، د یادې محکمې له مرستیال او د عامه امنیت دېوان له قضائي غړو سره لیدنه کې د یادې دوسیې اړوند تفصیلي خبرې وکړي.
دغه راز محترم مفتي عبدالرحمن (عزیزي) د یادې دوسیې له متهم زنداني سره وکتل، له نوموړي یې د پېښې اړوند لازم تحقیقات وکړل.
د سترې محکمې یاد پلاوي د دغه سفر پر مهال راټول کړي معلومات او څېړنې د سترې محکمې له محترم عالي مقام سره شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی