د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۴۰
د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې استینافي دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو د ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۲۲۳) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیه فیصله شوې، (۸۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۵۶) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱) دوسيې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲۱۹) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسيه مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د فراه ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د فراه ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ غلام رسول (احساني) د شفاهي هدایت پر اساس د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد اسماعیل (منصور) په مشرۍ پلاوي، چې د یاد دېوان مفتي، د ښاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فارياب ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي عبدالولي (مصباح) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالحليم (مظهري) او عبدالله (ذکي) یې غړيتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

په غزني ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ نن سه شنبه ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد. . .

بیا په خبرونو کی