د لغمان ولایت قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۰
د لغمان ولایت قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د لغمان ولایت د قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس مولوي جمال الدین (حقاني) په هڅو؛ د مصلحينو په منځګړیتوب، په ۱۷/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د قرغه‌يي ولسوالۍ د (ډهانډر) په کلي کې په ۱۳۹۸هـ ش کال رامنځته شوې وه او يو کس په کې وژل شوی و.
دغه موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د مقتول کورنۍ سولې ته وهڅول شوه، دوی هم ومنله او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی