د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۴:۱۵
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۱) وثيقې یې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۵۱) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۸۴) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۰) دوسیې فیصله شوې،(۲۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۶۰) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۵۱) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یادې محکمې د مخزن آمریت له چارو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال، مفتي محمد مبین الطاف (ابوالاعجاز)، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه، د دغه ولایت د اړوند محاکمو د سندونو، دوسیو او رسمي وثیقو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د فراه ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۲۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (. . .

بیا په خبرونو کی