د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او رسمًا يې خپله دنده پيل کړه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د خوست ولايت د علماوو شورا رئيس شيخ انورحسين (حسيني) خبرې وکړې وویل، الله تعالی پر موږ او تاسو لوی احسان کړی، چې مسلمانان يې پيدا او پر شرعي نظام يې نازولي یو
نوموړي زياته کړه، چې د قضاء منصب لوى امانت دی، بايد ټول قضات عدالت تطبیق کړي او د جهاد موخه هم د شرعي نظام د احکامو تنفيذ وه.
محترم شيخ انورحسين (حسيني) وویل، خپلو امراوو او مسؤولينو ته باید دعاء وکړو، چې د دين او وطن د پرمختګ لپاره خدمت وکړي او روښانه یې کړه، چې ټول انسانان په تاوان کې دي، مګر هغه مؤمنان چې د نېکو اعمالو سره په حق او صبر يو بل ته توصيې کوي له زیان څخه ژغورل شوي دي.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې سرپرست رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم (صاحب زاده) نوي رئيس ته ښه راغلاست ووايه او نوي رئيس ته يې په چارو کې د خدمت او توفيق دعاء وکړه.
د معرفت غونډه د ښاري ابتدائيه محکمې د رئيس مولوي اميرمحمد (ايثار) له‌خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی