د کابل ولایت مرافعه محکمې وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (۵۹) د وثیقو د تصحېح قرارونه  صادر کړي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۴۸
محاکم ولایت بغلان طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۷۶۵) دوسیه، به تعداد (۳۹۵) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (له ۱ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۵۹) بېلا بېلو وثیقو په اړه د تصحېح قرارونه صادر کړي دي.
یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په بنسټ جوړ شوی؛ چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې او یادي وثیقې د ترتیب پر مهال  په سمه توګه ډکې شوې نه وي، یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه تصحېح ته اړتیا ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

بیا په خبرونو کی