د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان د یوه پلاوي په ملتیا د غزني زون نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او نظارت وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۳
د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان د یوه پلاوي په ملتیا د غزني زون نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او نظارت وکړ

د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د ریاست او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة‌الحرام میاشتې په ۲۷مه نېټه د څلورم زون [زابل، غزني، میدان وردګ او بامیان ولایتونو] د نظامي او ملکي محاکمو د رئیسانو او د یادو محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل.
د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان او ورسره مل پلاوي څلورم زون ته د سفر پر مهال د یادو محاکمو له رئیسانو، مسوؤلینو او مجاهدینو سره په لیدنو کې د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
دغه راز محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تطبیق، د امیر د اطاعت، د جماعت لمانځه د پابندۍ، پر نبوي سنتو د صورت او سیرت د برابرولو، د اتحاد او يووالي، خپلو دندو ته د پاملرنې، له علماء کرامو سره د همغږۍ او له هغوی څخه د مشورې اخیستلو، په رسمي وختونو کې د نظامي لباس اغوستلو او له مراجعینو سره د نېک چلند ترسره کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې زیاته یې کړه، چې موږ او تاسو د محاکمو او علماء کرامو د حفاظت او ساتنې لپاره ټاکل شوي یو، باید هڅه وکړو چې خپل راسپارل شوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړو.
د یادونې وړ ده، چې د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو د قوماندان او ورسره مل پلاوي دغه شپږ ورځنی سفر د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۲مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې په ریاست کې د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرو دوسيو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملکي چارو له مرستیال مولوي عبدالرحمن (قاسمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

بیا په خبرونو کی