د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو په کې ګډون درلود، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۸مه نېټه د لغمان ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
یاد هيئت د بندیانو حالت له نږدې وکاته، د هغوی نظرونه او غوښتنې یې واورېدې او د زندان مسؤولینو ته يې لازم هدایات وکړل.
دغه راز یاد هيئت د بندیانو د تعليم، هنري زدکړو، د اوسېدو ځای او اعاشې په اړه معلومات ترلاسه کړل.
په پای کې دغه هيئت د زندانیانو د اوسېدو له خونو، پخلنځي او نورو ودانیو څخه لیدنه وکړه، تر څو د حفظ الصحې په مراعات کولو سره د زندانیانو روغتیا ته په بشپړه توګه توجه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي: 
۱ـ د مراجعينو (۳۳۳۰) عريضې یاد ریاست ته راغلې؛ د عالي مقام څخه له هدایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د لوګر، پروان، هلمند، پنجشېر، سمنګان او کابل ولایتونو مرافعه محاکمو په ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی