د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵
د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي اميرمحمد (ايثار)، د یاد ولايت د عدلیې ریاست رئیس مولوي حيات الله (امين)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو ګډون درلود.
په پیل کې د عدلیې وزارت مدافع وکیلانو رئیس مولوي جان محمد (طلحه) وینا وکړه او مهم موضوعات يې له ګډونوالو سره شريک کړل.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دوی ته يې ډاډ ورکړ، چې الحمدلله د یاد ولايت په ټولو ادارو کې همغږي موجوده ده او کارونه په سمه توګه روان دي.
نوموړي زیاته کړه، کوم موضوعات چې له موږ سره شریک شول، په دې برخه کې به د لا ښې همغږۍ په موخه له مدافع وکيلانو سره سیمينار جوړ کړو او زموږ قضائي منسوبین به په یادو سیمینارونو کې د استاد په حیث ګډون وکړي.
دغه راز د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس هم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د موضوع په اړه يې دوی ته ډاډ ورکړ، چې زموږ کارونه سم روان دي؛ ځکه زموږ ترمنځ قوي همغږي موجوده ده او ټول کارونه په همغږۍ سره په مخ وړو.
غونډه د مرافعه محکمې رئيس لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۹۸) دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۲۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

په محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه له شاوخوا (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه آزموینه واخیستل شوه

د سترې محکمې په اړوند ماتحت محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه پرون چهارشنبه (۳/۱۲/۱۴۴۷هـ ق) نېټه له (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه د سترې محکمې د اداري. . .

بیا په خبرونو کی