د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱
د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د وثايقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي عبدالمقدس (مبشر) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس له ګډونوالو سره د ناستې اجنډا شريکه کړه.
د غونډې په دوام د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو پر هدایاتو او نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې، له بحث وروسته یو شمېر مهم موضوعات او هدایات د تطبیق او ورځنیو چارو د لا چټکتیا په موخه یادداشت او له ګډونوالو سره شريک شول.
دغه راز د دېوانونو او محاکمو مسؤولینو د مرافعه محکمې رئیس ته د یادو موضوعاتو او هدایاتو د پوره تطبيق ډاډ ورکړ.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي نېک محمد (شاهد) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د ورځنیو قضائي او اداري کارونو د ښه تنظیم او چټکتیا، کاري احصائیوي راپورونو ته په خپل وخت پر رسېدنه سربېره له مراجعینو سره د نېک چلند او همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۷
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اساس، د مرافعه غوښتنې موده یوه میاشت او د تمیز غوښتنې موده درې میاشتې ټاکل شوې ده

د افغانستان اسلامي امارت د زعيم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۳۲۵۰/۶۸۴۲) ګڼې، (۲۹ /۹ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې حکم او د سترې محکمې د دار الانشاء عمومي ریاست د (۳۳) ګڼې او (۱۴۴۷/۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۴
Background image

د غزني زون نظامي محکمې په هڅو د قتل پنځه کلنه موضوع حل او فصل شوه

د غزني زون نظامي محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب، د قتل یوه موضوع، چې پنځه کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

بیا په خبرونو کی