د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د رمضان المبارک میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۸
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د رمضان المبارک میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په جریان کې د (۸۱) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې کې د قضائي تدقيق ریاست د (۱۰) جزائي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۶) تجارتي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۱۷) مدني استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۲) وثایقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۱۰) متفرقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۲۸) قضائي تفتیش د راپورونو په تړاو تدقیقي نظریات، د (۱) عارض د عريضې په وړاندې وړاندې تدقیقي نظر او (۷) مکتوبي او مسترد موضوعات شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۳
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس الحاج شیخ سخي‌الرحمن(فایز فیروز کوهي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېته غونډه وشوه.
غونډه د. . .

بیا په خبرونو کی