د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۸) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۶
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۸) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۸) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې، چرسو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له ۷ میاشتو څخه تر ۳ کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو  پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یادې محکمې د مخزن آمریت له چارو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال، مفتي محمد مبین الطاف (ابوالاعجاز)، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه، د دغه ولایت د اړوند محاکمو د سندونو، دوسیو او رسمي وثیقو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د فراه ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۲۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (. . .

بیا په خبرونو کی