د پکتیا ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۴۵
د پکتیا ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه 

د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئيس مولوي سید اکرم (حماسي) په ډېرو هڅو او ترغیب او د قومي مشرانو او سپین‌ږیرو په منځګړیتوب، په ۷/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د عمدي قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع یو کال مخکې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند سیمه کې رامنځته شوې وه؛ دوو کسانو یو بل کس د ښکاري (چره‌ای) ټوپک په واسطه په قتل رسولی و.
موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د جزا دېوان مسؤولینو د مقتول کورنۍ بخښنې ته وهڅوله او دوی هم ومنله.
د قاتلینو د کورنيو لخوا د مقتول کورنۍ ته د یوې اندازې پيسو له ورکړې وروسته، یاده موضوع د قاتلینو په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی