د پکتیا ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئيس مولوي سید اکرم (حماسي) په ډېرو هڅو او ترغیب او د قومي مشرانو او سپینږیرو په منځګړیتوب، په ۷/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د عمدي قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع یو کال مخکې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند سیمه کې رامنځته شوې وه؛ دوو کسانو یو بل کس د ښکاري (چرهای) ټوپک په واسطه په قتل رسولی و.
موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د جزا دېوان مسؤولینو د مقتول کورنۍ بخښنې ته وهڅوله او دوی هم ومنله.
د قاتلینو د کورنيو لخوا د مقتول کورنۍ ته د یوې اندازې پيسو له ورکړې وروسته، یاده موضوع د قاتلینو په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.
