د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د دویمې ربعې د مهمو اجراآتو راپور

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۴۳
د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د دویمې ربعې د مهمو اجراآتو راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د دویمې ربعې په جریان کې لاندې مهم اجراآت ترسره کړي دي: 
۱- د دویمې ربعې په جریان کې د سترې محکمې قضائي معاونیت ته له بېلابېلو ارګانونو (۸۷۰) مکتوبونه راغلي، چې د قضائي معاون صاحب تر اجراآتو وروسته بېرته اړوند ارګانونو ته لېږل شوي دي.
۲- د دویمې ربعې په جریان کې د سترې محکمې د محترم قضائي معاون له تائید او تعدیل وروسته (۴۵۲) تعزیراتي دوسیې اړوند مراجعو ته لېږل شوې دي.
۳-د دویمې ربعې په جریان کې د سترې محکمې قضائي معاونیت ته (۲۵۴۳) د حقوقي او قضائي موضوعاتو عریضې راغلې چې د قضائي معاون صاحب تر هدایت وروسته احکام او اصحاب دعوی یا اړوند مراجعو ته لېږل شوې دي؛ له دې ډلې یې (۷۰۸) عریضې مستردې شوې هم دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

بیا په خبرونو کی