د پکتیکا ولایت د وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو (۵۶) کلنه د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۰:۵۱
د پکتیکا ولایت د وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو (۵۶) کلنه د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیکا ولایت د وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۳۰ /۶ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د دوو کورنیو ترمنځ (۵۶) کلنه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
په دې پېښه کې چې (۵۶) کاله وړاندې د زابل ولایت اړوند شاه جوی ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ د قاتل کورنۍ د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ اوسېدونکی او د مقتول کورنۍ د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکې وه، دوه تنه ماشومان وژل شوي وو.
د ابتدائيه محکمې د مسؤولینو په هڅو او د سيمې د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د مقتول کورنۍ د قاتل له کورنۍ سره سولې ته وهڅول شوه، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته جانبینو سولې ته غاړه کېښوده.
دغه د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې د مقتول لخوا د قاتل کورنۍ ته په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۳
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس الحاج شیخ سخي‌الرحمن(فایز فیروز کوهي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېته غونډه وشوه.
غونډه د. . .

بیا په خبرونو کی