په میدان وردګ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۲۳
په میدان وردګ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت حصه اول بهسود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يو ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۷/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد مجرمين له يو کال څخه تر پنځلس میاشتو پر تنفيذي بند او ۲۵ـ ۲۵ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني)؛ قضائي غړو او د نورو امارتي ادارو مسؤولينو ګډون کړی وو.
غونډه د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د مرافعه محکمې رئیس لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت حصه اول بهسود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يو ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۷/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۳:۱۸
Background image

د کندهار ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۹۰۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له (۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۳۰ هـ ق) نېټې پورې (۹۰۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۳:۰
Background image

د خوست ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۴۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۲) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۲۴۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۲). . .

بیا په خبرونو کی