د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، نن پنجشنبه ۶/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر درېیو کالو او شپږو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې يادې پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (۸۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱۶ /۲ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی