د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۳۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۴۱
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۳۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې )له ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې څخه تر ۲۲/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق( نېټې پورې (۳۳۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۳۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۲۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۵) دوسیې فیصله شوې، (۲۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۶۸) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۷) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۴) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۲:۱۱
Background image

د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو او د مصلحينو په منځګړیتوب، د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۴/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۹
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۰۶۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۰۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۹/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۴ /۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۹) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی