د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د سپين بولدک او تخت‌پُل ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۸
د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د سپين بولدک او تخت‌پُل ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)؛ د جزا دېوان رئیس مولوي محمد صادق، د تحریراتو رئیس محترم ذبیح الله (کوشان) او د حقوقو آمر مولوي امیر محمد په ملتیا، په ۲۰ /۴ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولایت د سپین بولدک او تخته‌پُل ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
 دغه پلاوي د ليدنې په پيل کې د یادو محاکمو له قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه، د قضائي او اداري چارو په اړه ورسره بحث وشو او لازمې لارښوونې ورته وشوې.
د ناستې په دوام د تحریراتو رئیس لخوا ګډونوالو ته جزائي او حقوقي اندراجونه، صادره او وارده تشریح شول.
دغه راز ياد پلاوي د سپین بولدک ولسوالۍ له ولسوال او علماوو شورا رئیس سره هم ليدنه وکړه، په ليدنه کې ټينګار وشو چې د کارونو پرمختګ او لا ښه سمون په موخه دې وخت پر وخت د همغږۍ غونډې وشي، ترڅو د هېوادوالو ستونزې پر وخت حل او فصل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵). . .

بیا په خبرونو کی