د فراه ولایت مرافعې محکمې رئیس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
د فراه ولایت مرافعې محکمې رئیس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د فراه ولايت مرافعې محکمې عمومي رئیس محترم شیخ‌ غلام رسول (احساني)؛ د جزا دېوان رئيس مولوي محمد اسماعیل (منصور)، د تحريراتو آمر مولوي شفیع‌الله (مدثر) او د امنيتي قطعې قوماندان ملا مولاداد (ابو‌الاسد) په ملتیا د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع‌ الآخر میاشتې په ۴مه او ۵مه نېټه د یاد ولایت د جوین، شیبکوه، پشت‌کوه، اناردرې، خاک‌سفید او پشت‌رود ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي په قضائي برخه کې د حقوقي او جزائي قرارونو، دوسیو او په اداري برخه کې د حاضرۍ، د عریضو د ثبت، حقوقي او جزائي اندراجونو، صادره او وارده اسنادو څېړنه وکړه او د لا زیات سمون او ښه‌والي لپاره یې مسؤولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
دغه راز یاد پلاوي د ولسوالیو د بندیانو په اړه پوښتنې وکړې، د قضائي غړو او نورو مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ وضعیت ارزونه یې وکړه، له نېکه مرغه د یادو ولسوالیو د قضائي او اجرائیوي مسؤولینو ترمنځ پوره همغږي او همکاري موجوده وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۳۰
Background image

د زابل ولایت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مفتي موسی کليم (برهاني)؛ د جزا دېوان مفتي محمد سليم (صهيب) په ملتيا، په ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دغه ولايت له عمومي زندان څخه نظارت او ليدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت اړوند له ټولو محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې له ۴ مې تر ۹ مې نېټې، د یاد ولايت د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۸
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د ناوې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر)؛ د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس الحاج مولوي اغا محمد (انقیادي)، د حقوقو او تحریراتو آمرينو او د امنیتي قطعې مرستیال. . .

بیا په خبرونو کی