د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۶) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۵۶
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۶) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۶) کسانو ته د نشه‌یي تابليتو (ذيکپ او تابليت کا) او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په ۵/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو مياشتو څخه تر دوو کالو او شپږو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
 ياده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس او د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)  په مشرۍ؛ د امنیه قوماندانۍ د جلسو په تالار کې د مرافعه محکمې دېوانونو، ښاري ابتدائيه او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو. . .

بیا په خبرونو کی