د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمود سید (مخلص) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۲
د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمود سید (مخلص) د معرفت غونډه وشوه

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي محمود سيد (مخلص)؛ په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ولسواليو ابتدائیه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئیس مولوي عبدالله (عمري) لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس مولوي محمد (مختاري) نوي رئیس صاحب ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې نوي رئیس د قضاء اهمیت او عدالت په اړه خبرې وکړې، قضاتو ته په خطاب یې وویل، په فیصلو کې به د خواهشاتو تابعداري نه کوئ، اصولو ته پابند اوسئ، د خپل صلاحیت مطابق اجراآت کوئ او د ستونزې پر مهال مشوره کوئ.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې پخواني رئيس د یاد ولایت د قضائي غړو او اداري کارکوونکو څخه خوښي څرګنده کړه او ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته يې د نوي رئیس د اطاعت کولو په اړه ټینګار وکړ.
غونډه د مرافعه محکمې د پخواني رئیس لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۸). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۴۱
Background image

په کابل ولايت کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان او چهارآسياب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې، د روان ۱۴۴۷هـ ق د صفرالمظفر میاشتې په ۲۰مه او ۲۲ مه نېټه، د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۳۴
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د خوست د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل) چې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس الحاج مولوي عبدالقیوم (صاحب زاده)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او د یادې محکمې د جزا او عامه. . .

بیا په خبرونو کی