د کندهار زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ يوه پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۱:۲۱
د کندهار زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ يوه پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګل (صیاد) په مشرۍ يوه پلاوي په ۱۴۴۶/۱۱/۱۵ هـ ق نېټه هلمند ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه یې لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د هلمند ولایت نظامي محکمې د ورځنیو فعالیتونو او دوسیو څخه له نېږدې لیدنه وکړه، د هغوی چارې یې وستایلې او په ځینو برخو کې یې ورته اړینې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د نظامي محکمې مسوؤلینو د یاد پلاوي سفر مهم یاد کړ او خوښي یې وښوده چې وخت پر وخت یې مسؤولین حال اخلي، ستونزې او غوښتنې یې اوري او د ستونزو د حل په موخه ورته هدایات او لارښوونې کوي.
دغه راز یاد پلاوي د هلمند مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان د نظامي بلاک له بندیانو سره یې ولیدل، د هغوی د ستونزو، غوښتنو او دوسیو په اړه یې معلومات وکړل او ټول هغه موضوعات یې یاداشت کړل، چې باید په اړه يې د اړونده مسؤولینو سره بحث وشي او حللاره ورته پیدا شي.
د ليدنې په وروستیو کې د کندهار نظامي محکمې رئیس مسؤولينو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې ياد پلاوي په دې سفر کې د هلمند ولایت نظامي محکمې مسؤولینو تر څنګ د یاد ولایت له مرستیال والي، د علماوو شورا مرستیال او نورو مسؤولینو سره هم وکتل، ترڅو د یادو امارتي ادارو تر منځ همکاري او همغږي لا زیاته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۶
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي محبس څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ یو ګډ پلاوي په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د هلمند ولایت له مرکزي محبس او بنديانو څخه لیدنه وکړه.
 په دې ليدنه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۳
Background image

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۹) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې نهو کسانو ته د نشه‌يي ګوليو تابلیت کا، ذیکپ او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرم؛ په ۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۱
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۳۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی