د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۵ /۱۱ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱۷ /۱۱ /۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې (۷۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳۳) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:

د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۴۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۳۵۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۴) دوسیې فیصله شوې، (۸۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۲۳) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۴۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۴) دوسیې فیصله شوې، (۲۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

 

د وثيقو برخه کې:

د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۳۳) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی